په استرالیا کې د مسلمانانو روان وضعیت ته لنډه کتنه

بسم الله الرحمن الرحیم ط

د روان هجري لمریز کال (1399) د میزان د میاشتې په درېیمه نېټه د  ستراتیژیکو او سیمه ییز و څېړنو مرکز له لوري یوه مهمه غونډه تر سره شوله. دا غونډه چې ګڼ شمېر ګډونوالو پکې برخه اخستې وه؛ د ماسپښین په 3:00 بجو پیل او څلور بجې پای ته ورسېدله.

د دې غونډې اصلي ایجنډا په استرالیا کې د مسلمانانو روان وضعیت ته ځانګړې شوې وه؛ او د همدې موضوع په تړاو د استرالیا څخه راغلی مېلمه؛ استاد بشَّار الجَمل دې مهمې غونډې ته رابلل شوی ؤ.

د غونډې ویاندويي ښاغلي حمد الله فایق کوله چې د قاري صاحب عبدالحلیم منیب په ښکلي تلاوت سره پیل شوله. له تلاوت وروسته د افغانستان د ستراتيژیکو او سیمه يیز و څېړنو مرکز رئیس استاد نصیر احمد نویدي د دې غونډي مېلمه ښاغلي بشّار الجَمل ته ښه راغلاست ووایه او د هغه دروند هر کلی یې وکړ. له دې وروسته استاد هارون خطیبې میلمه په تفصیلي ډول معرفي کړ او دا چې د زیاتو بوختیاوو  تر څنګ په استرالیا کې د یوې خیریه مؤسسې مشري په غاړه لري؛ ورته ښه راغلاست ووایه.

بیا ښاغلي بشّار الجمل د سټیج مخې ته راوبلل شو؛ او نوموړي په خپله وینا کې  ګډونوالو ته وویل چې: زه په اصل کې د اردن څخه یم؛ خو د انجینرۍ په څانګه کې مې خپلې زده کړې په روسیه کې تر سره کړي دي؛ او اوس په استرالیا کې  هستوګنه لرم. بیا یې د افغانستان د قهرمان او مبارز ملت او د هغوی د مېلمه پالنې څخه دروند هر کلی وکړ؛ او وې ویل چې: افغانانو د تاریخ په اوږدو کې تل د خپلې خپلواکۍ لپاره مبارزه کړې ده؛ او د څلورو لسیزو څخه لا تر اوسه په دې هېواد کې جنګ روان دی. اوس د دې وخت رارسېدلی چې: افغانان نور  د جنګ پر ځای خپل منځي سوله وکړي؛ او د ورور وژنې خونړۍ لړۍ نوره پای ته ورسوي؛ دا هم د افغانانو او په نړۍ کې د عامو مسلمانانو هغه هیله ده چې د افغانستان زړور او سرښندونکي ملت لپاره یې له مودو راهیسې آرزو لري.

نوموړي زیاته کړه چې: په استرالیا کې تر یو میلیون  زیات د مختلفو هېوادونو لکه؛ هند، یمن،  او د سوریې مسلمانان اوسېږي؛ او د دې ترڅنګ ګڼ شمېر افغانان هم هلته ژوند کوي. نوموړي وویل چې: په استرالیا کې مو د یوې سیمې نه لیدنه وکړله؛ او هلته زمونږ لپاره جالبه دا وه چې: پخوانی مسجد مو ولیده؛ چې کلونه پخوا افغانانو جوړ کړی ؤ.

په استرالیا کې د مسلمانانو د روان وضعیت په اړه نوموړي وویل چې:

که څه هم په استرالیا کې ځینې داسې خلک شته چې:  مسلمانانو ته د تندلارو؛ افراط کوونکو خلکو او داسې نور لقبونه ورکوي؛ او دا ځکه چې یو لړ تندلارو مسلمانانو زمونږ د مسلمانانو انځور د دوی په ذهنونو کې همداسې انځور کړی دی؛ او زمونږ په وړاندی ېې یو لړ خنډونه ایجاد کړي دي؛ خو کله چې د کرونا نړیواله او خطرناکه بیماري رامنځ ته شوله؛ نو تر ټولو زیاتو، زمونږ مسلمانانو له استرالیايي خلکو سره بې شمېرې مرستې وکړلی. په داسې شکل چې دوی تصور هم نشوای کولي؛ او په ځانګړې توګه د روژې په مبارکه میاشت کې د مسلمانانو خپل منځي محبت؛ خواخوږي، او یو بل ته احترام او خپل منځي مرستې څو چنده کېږي.  دا غوره اخلاق او له بې وزلو خلکو سره مرستې؛ او د کرونا د رنځ پر وړاندې د مسلمانانو جدي توجه او احتیاطي تدابیر بیا هغه څه دي چې زمونږ اسلام یې مونږ ته ښودنه کوي. همدا لاملونه ؤو چې: د استرالیایي حکومت توجه یې زمونږ د مسلمانانو په لوري راوړوله؛ او مونږ اوس یو له بل سره خورا ښې اړیکې لرو.

په دې توګه مسلمانان اوس تر بل هر وخت زیات د دوی په سترګو کې احترام لري؛ او حتی مسیحیان او د نورو دینونو پیروان زمونږ اسلام ته د خواخوږۍ او له انسانیت څخه د ډک دین په سترګه ګوري.

له همدې کبله اسلام اوس په غرب کې تر بل هر دین زیات خپریږي؛ او په راتلونکو نژدې کلونو کې لرې نه ده چې: مونږ په پارلمان، وزارتونو او داسې نورو مهمو پوسټونو باندې وګورو چې: د انتخاباتو له لارې به یې مسلمانان ان شاء الله د رهبرۍ او زعامت چارې پر مخ وړي.

د غونډې په پای کې د ګډونوالو له لوري ګڼ شمېر پوښتنې مطرح شولی؛ او  د نوموړي له لوري د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *